د روان كال په مهال 16 لکه 73 زره 230 كسانو د حج فريضه ادا كړه

مکه مکرمه ۔6 جون(اے پی پی) د سعودي عربستان د شمارياتو ادارې وئيلي دي چې د روان كال په مهال 16 لکه 73 زره 230 كسانو د حج فريضه ادا كړه۔ د اېس پي اے له مخې د سعودي د شمارياتو ادارې لخوا په جاري كړې شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې د روان كال په مهال 16 لکه 73 زره 230 كسانو د حج فريضه ادا كړې ده۔ د هېواد دننه او بهر څخه په راغلې حجاج كرام كښې د سړو شمېره 8 لکه 77 زره 841 او د مېرمنو 7 لکه 95 زره 389 وه۔ مملكت ته 14 لكه 35 زره 17 د فضائي ٬ 66 زره 465 د زمكيز او 5 زره 94 د سمندري سفر د لارې راورسېدل۔ دا خبره دې ښكاره وي چې تېره كال 1.8 ملین كسانو حج كړې ؤ۔ په هغې كښې 1.6 ملین بهر هېوادونو څخه راغلې وو۔