
ملګري ملتونه ۔5 جون (اے پی پی) د ملګرو ملتونو د بشري خواخوږۍ چارو رابطه كار ټام فليچر وئيلي دي چې په غزہ كښې د مرستې سامان ترلاسه كولو په هڅو كښې د فلسطيني وګړو د وژل كېدو دړدېدلي مناظر په قصد سره د كړې پرېكړو په نتيجه كښې رامخې ته شوي دي۔ د العربیه اردو نيوز له مخې ده تېره ورځ خپل بيان كښې وئيلي چې په غزه كښې فلسطيني وګړي د ژوندي پاتې كېدو وسائلو څخه محرومولې شي۔ ده ووئيل نړۍ روزانه په غزه كښې دړدېدلې مناظر ويني چرته چې فلسطيني وګړي هغه مهال ويشتلې شي كله چې هغوي د خوراك ترلاسه كولو هڅه كوي۔ ده زياته كړه چې اسرائيلي پوځ د نهې په ورځ ګڼ شمېر فلسطيني وګړي شهيدان كړل د كومو مړي چې روغتونونو ته ورسولې شوو۔ ده ووئيل دا په قصد سره د شوو پرېكړو لړۍ ده چې په نتيجه كښې يۍ په منظمه توګه 20 لكه وګړي خپلو بنيادي ضرورتونو څخه محرومه كړې شوي دي۔ ټام فلیچر د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري انتونیو ګوټرېش ته د مرستې مركزونو ته نزدې د رامخې ته شوو دې پېښو پلټنيو كولو اپېل وكړو