غزہ۔5جون(اے پی پی) په غزه د زيارت په سهار د اسرائيلي بريدونو په نتيجه كښې نور 10 فلسطيني وګړي شهيدان شوي دي۔ اے اېف پی د غزہ د شھری دفاع ایجنسۍ وياند محمود بسال حوالې سره وئيلي دي چې د اسرائيلي پوځ لخوا د زيارت ورځې سهار څخه په روانو بريدونو كښې 10 فلسطيني وګړي شهيدان شوي دي۔ ده زياته كړه چې اسرائيلي پوځ يوه داسې سيمه په نخښه كړې …
په غزه د اسرائيل بريدونو كښې نور 10 فلسطيني وګړي شهيدان شول
غزہ۔5جون(اے پی پی) په غزه د زيارت په سهار د اسرائيلي بريدونو په نتيجه كښې نور 10 فلسطيني وګړي شهيدان شوي دي۔ اے اېف پی د غزہ د شھری دفاع ایجنسۍ وياند محمود بسال حوالې سره وئيلي دي چې د اسرائيلي پوځ لخوا د زيارت ورځې سهار څخه په روانو بريدونو كښې 10 فلسطيني وګړي شهيدان شوي دي۔ ده زياته كړه چې اسرائيلي پوځ يوه داسې سيمه په نخښه كړې چرته چې بې كوره كړې شوو وګړو په سوئيلي ښار خان يونس كښې پناه اخستې وه۔ د غزہ د روغتيا وزارت له مخې په 18 مارچ د اسرائيل لخوا يو وارې بيا د بريدونو له پېل كېدو څخه وروستو تر دې دمه 4,335 فلسطینی وګړي شهيدان شوي چې ورسره په غزه كښې د جنګ له امله د شهيد شوو مجموعي شمېره 54,607 ته رسېدلې ده۔












