په غزه كښې د مرستې سامان ترلاسه كولو له د جمع شوو فلسطيني وګړو وژنه د نه قبلولو او غندنې وړ ده: ملګري ملتونه

نیویارک۔4جون(اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې په غزه كښې خوارك او د بشري خواخوږۍ په بنيادې وركړې كېدونكې مرسته ترلاسه كولو له د جمع شوو فلسطيني وګړو وژنه د نه قبلولو او غندنې وړ ده۔ د وام له مخې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوترېش د وياند لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي چې خوراك او د مرستې سامان ترلاسه كولو له د جمع شوې …

نیویارک۔4جون(اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې په غزه كښې خوارك او د بشري خواخوږۍ په بنيادې وركړې كېدونكې مرسته ترلاسه كولو له د جمع شوو فلسطيني وګړو وژنه د نه قبلولو او غندنې وړ ده۔ د وام له مخې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوترېش د وياند لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي چې خوراك او د مرستې سامان ترلاسه كولو له د جمع شوې فلسطني وګړو وژل او د هغوي ژوبل كول د غندنې وړ اقدام دے او دا په هېڅ صورت د قبلولو نه دے۔ عمومي سېكتر په غزه كښې وګړو ته پېښو سنګينو خطرو رڼا واچوله په كومو كښې چې زياتره د خوراك ترلاسه كولو په هڅو كښې وژلې شي۔ ده د فلسطيني وګړو د مناسب خوراك او لوږې څخه د آزادۍ بنيادي حق توثيق كولو سره د دې پېښو د فوري او آزادانه پلټنيو او د ذمه وارو ځواب وركوؤنكي ګرځولو غوښتنه وكړه۔ ده ووئيل د نړيوال قانون له مخې دا د اسرائيل ذمه واري ده چې هغه ټولو ضرورت مند وګړو له په بشري بنيادونو د مرستې ترلاسه كولو اجازه وركړي او هغوي لپاره آسانۍ برابر كړي۔ عمومي سېكرټري د ټولو يرغمل شوو په سمدستي توګه د خوشې كولو او فوري او تلپاتې جنګ بندۍ لپاره د خپلو غوښتنو پخلې وكړو۔

مزید خبریں