بېروت 03 جون (اے پي پي) ايران وئيلي دي چې د لبنان په كورنۍ معاملو كښې مداخله نه كوٶ۔ د العربيه له مخې د ايران خارجه وزير وئيلي دي چې ايران د لبنان د كورنيو چارو احترام كوي په دې كښې مداخله نشي كولې۔ ده بېروت ته په رسېدو پرېس كنفرنس كښې د دې اميد څرګندونه وكړه چې د ايران او لبنان ترمېنځه به په شريك احترام اډانه د اړيكو …
د لبنان په كورنۍ معاملو كښې مداخله نه كوٶ۔ ايران
بېروت 03 جون (اے پي پي) ايران وئيلي دي چې د لبنان په كورنۍ معاملو كښې مداخله نه كوٶ۔ د العربيه له مخې د ايران خارجه وزير وئيلي دي چې ايران د لبنان د كورنيو چارو احترام كوي په دې كښې مداخله نشي كولې۔ ده بېروت ته په رسېدو پرېس كنفرنس كښې د دې اميد څرګندونه وكړه چې د ايران او لبنان ترمېنځه به په شريك احترام اډانه د اړيكو نوې باب پرانستل شي۔ ده د لبنان د خپلواكۍ او وحدت لپاره د ايران د ملاتړ پخلې هم وكړو۔ ده زياته كړه چې مونږ تل په هر پړاٶ كښې د لبنان د خپلواكۍ او سالميت ملاتړ كړے دے او په اوسني ستونزمن حالاتو كښې هم مونږ دغه دريځ لرو٬ مونږ په شريك احترام لبنان سره نوې اړيكې پېل كول غواړو او مونږ د لبنان د كورنيو معاملو احترام كوٶ او په دې كښې د مداخلے قائل نه يو۔












