
کابل 03 جون (اے پي پي) د افغانستان په بغلان ولایت كښې ترافکي پېښو كښې 3 کسان مړه او 8 نور ژوبل شوي۔ د شینهوا له مخې ځائې پولیس وئيلي چې په وړومبۍ پېښه كښې د خنجان ولسوالۍ په غزان سیمه كښې د ګل په شپه یو بس او یو نجي ګاړي خپلو كښې جنګيدلې۔ ولایتي پولیس ویاند شیر احمد برهاني تصديق وكړو چې په دې پېښه كښې درې مېرمنې په جق رسيدلي او درې نور کسان د ماشومانو پشمول ژوبل شوي۔شیر احمد برهاني ووئيل چې دویمه پېښه د دوشي ولسوالۍ په څنډو كښې رامنځ ته شوي، چیرته چې یو موټر كندي ته پريوتې، چې له امله یې 5 كسان ژوبل شوي۔