ریاض ۔2 جون(اے پی پی) سعودی عربستان د اروپائي ائتلاف لخوا فلسطين د رياست په توګه د تسليمولو په اهميت زور راوړے دے۔ د العربیه له مخې سعودي خارجه وزير شهزادہ فېصل بن فرحان په يو پرېس كنفرنس كښې ووئيل د اسرائيل په اړه اروپائي دريځ كافي نه دے او جنګ بايد ختم كړے شي۔ هغه دا هم ووئيل چې څوك دوه رياستي حل ته ترجيح وركوي هغه دې په سمستي توګه فلسطين د رياست په توګه تسليم كړي۔ شهزادہ فېصل په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې د فلسطيني اتھارټي اصلاحاتي نقطه نظر ته پام وكړي۔ ده ووئيل اسرائیل په لوئيديزه غاړه كښې د فلسطینی اتھارټی کمزورې كولو هڅه كوي۔ ده دا هم ووئيل چې د اسرائيلي حكومت د عرب وزيرانو پلاوي ته د مقبوضه لوئيديزې غاړې د دورې كولو اجازه نه وركول د اسرائيل انتها خوښي او د امن مسترد كولو روش په ډاګه كوي۔