غزه كښې د اسرائيلي بمبارۍ له امله 11 فلسطيني شهيدان ٬ګڼ شمېر ژوبل

غزه 30 مئی(اے پی پی)غزه كښې د اسرائيلي بمبارۍ له امله 11 فلسطيني شهيدان او ګڼ شمېر ژوبل شوي٬ په بريد كښې د غزه جباليه النزله سيمې سره سره سوئېلي ښارونه خان يونس او رفح هم په نښه كړې شوي۔ د العربيه له مخې اسرائيلي ځواكونو شمالي غزه كښې په جباليه سخت فضائي بريدونه كړي كوم چې د انخلا نوې احكاماتو سره شوي دي۔ د فلسطيني خبري اژانس وفا له مخې جباليه النزله كښې په يو كور د اسرائيلي بمبارۍ له امله 7 فلسطيني شهيدان او ګڼ شمېر ژوبل شوي۔اسرائيل د خان يونس په لويديز كښې په دوه خيمه بستۍ بمباري كړې چې پكښې بې كوره شوي كسان ميشته وو٬بمبارۍ څخه درې فلسطيني شهيدان شوي كوم چې ناصر ميډيكل كمپليكس ته منتقل كړې شوي دي۔د دې نه علاوه د رفح په شمال لويديز كښې د اسرائيلي عسكرو په ډزو يو فلسطينې شهيد او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي۔