اسرائيل په غزه كښې په ناروغه ميرمنو تشدد كوي ٬ ماشومان په سرونو ويشتلې شي٬ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستاني نژاد امريكائي سرجن انكشافات

ملګري ملتونه ۔29 مئی(اے پی پی) پاکستانی نژاد امریكائي سرجن ډاكټر فېروز سدھوا د اسرائیلی پوځ لخوا په غزه كښې ماشومان په سرونو په ګولو د ويشتلو او په ناروغه مېرمنو د ظلم او جبر او د هغوي د بدن ټكړې كولو انكشافاتو ملګري ملتونه لويې فكر او سوچ كښې اچولې دي۔ پاکستانی نژاد امریکائي ټراما سرجن ډاکټر فېروز سدھوا د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ته بريفنګ كښې د غزه صورتحال د اور او مرګ باران وګرځولو۔ ده ووئيل په خاص توګه په 18 مارچ د اسرائيل لخوا د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ په مهال د خلقو د وژنې پېښې د بيانولو وړ نه دي۔ ده ووئيل په دغه نېټه ناصر مېډیکل کمپلېکس ته 221 رنځوران راوړې شوو په كومو كښې چې 90 كسان په لاره په حق رسېدلې وو او نيم زيات ژوبل كوچنيان وو۔ ده ووئيل زه په ذاتي توګه د داسې 13 كوچنيانو درملنې كوم كوم چې په سرونو په ګولو ويشتلې شوي دي۔ ده په کونسل زور راوړو چې هغه دې په سمدستي توګه د جنګ غوښتنه وكړي۔ ده ووئيل په غزه كښې ما په پنځه اوونيو كښې يو هم جنګيالے نه دے ليدلے او نه مې د كوم جنګيالي درملنې كړي دي بلكې زما رنځوران خو د 6 كالو د عمر وو كوم چې په زړه او دماغو په ګولو ويشتلې شوي وو او يا هغه ناروغه مېرمنې كومې چې دوه ټوټې كړې شوې وې۔ ده د جنګ نفسياتي زيانونه په ډاګه كولو سره ووئيل د غزه نزدې نيم كوچنيان اوس ځان وژني٬ دا پوښتنه كوي چې زه خپلې كورنۍ سره ولې مړ نه شوم۔ دا خبره دې ياده وي چې 41 كلن ډاکټر فېروز سدھوا په كال 1982 كښې هجرت كوؤنكې پاكستانۍ كورنۍ كښې په امريكا كښې پېدا شوے ؤ۔