د صنعا په نړيوال هوائي ميدان د اسرائيل د فضائي بريد عندنه كوٶ۔ ايران

تهران 29 مئي (اے پي پي) ايران د يمن د پايه تخت صنعاء په نړيوال هوائي مېدان د اسرائيلي فضائي بريد غندنه كړې ده۔ د شنهوا له مخې د ايران د خارجه وزارت وياند خپل يو بيان كښې دا بريدونه د يمن او لويديزې آسياء په منطقه كښې د مسلمانانو په ضد د اسرائيل د بربريت يو بل علامت ګرځولے دے۔ وياند ووئيل چې د اسرائيل د بريدونو مقصد سعودي عرب ته د راتلونكو حج كوونكو لاره نيول ٶ او دا يو لوے جرم دے۔ وياند نړيوالې ورورولۍ په خَاص توګه نړيوال سول ايوي اېشن آرګنائزيشن څخه صورتحال ته په سمدستي توګه د پام كولو غوښتنه كړې ده۔ وياند د يمن د اقتصادي انفراسټرکچر او د سول سهولتونو پشمول د بندرځايونو٬ هوائي مېدانونو او د خوراك ګودامونو په ضد د اسرائيل د پرله پسې جارحيت هم غندنه وكړه او دا بريدونه ئې د جنګي جرائمو او انسانيت په ضد د جرائمو واضح مثالونه وګرځول۔