سعودي نائب خارجه وزير سره په رياض كښې د اروپائي ائتلاف پلاوي ملاقات

ریاض۔26مئی(اے پی پی) سعودی نائب خارجه وزير انجینئر ولید بن عبد الکریم الخریجی سره د اروپائي اېکسټرنل اېکشن سروس د سیاسی چارو دوهم سېکرټری جنرل اولوف سکوګ ملاقات كړے دے۔ د اېس پي اے له مخې د دواړو لارښودو ترمينځه د ملاقات په مهال د سعودي عربستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه د اړيكو جاج واغستے شو او د مهمې سياسي وضعې په شمول د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې په اروپائي ائتلاف كښې سعودي سفير ھیفا الجدیع او په رياض كښې د اروپائي ائتلاف سفير كرسټوف فرنو هم موجود ؤ۔ په دې موقعه د شريكې خوښې د چارو ٬ نړيوالې وضعې او په دې لړ كښې د روانو هڅو جاج واغستے شو۔