
غزه 25 مئي (اے پي پي) د غزې په سوئیلي سيمه كښې د ماشومانو د یوې ډاکټرې النجار په کور د اسرائیل هوائي برید کښې د هغې په 10 ماشومانو كښې 9 شهیدان شوې دي۔ د عرب نیوز له مخې په غزه کښې د حماس د کنټرول لاندې د روغتیا وزارت ډائريكټر جنرل ډاکټر منیر البرش ميډيا ته ووئيل چې “دا هغه حقیقت دی چې زموږ طبي کارکوونکي یې په غزه کښې زغمي. د دې دړد بیانولو لپاره الفاظ نه لرو ” ده ووئيل چې په غزه کښې یوازې طبي کارکوونکي نه په نښه کیږي، بلکه د اسرائیل جارحيت نور هم زيات شوې او هغوی کورنۍ ختموي۔د فلسطین د شهري دفاع لخوا شئير كړې شوي ویډیو، د كوم چې د بي بي سي پشمول ګڼو ميډيا ادارو لخوا تائید شوې، په خان یونس کښې د یوه پټرول سټیشن سره نزدې د یوې ودانۍ د ملبے څخه د کوچنیو ماشومانو مړي راویستل شوي ۔ د برتانيې سرجن ډاکټر ګریم ګروم، چې په ناصر روغتون کښې رضاکارانه خدمات ترسره کوي، ووئیل چې د ډاکټرې النجار ژوندی پاتې شوی زوی د هغه ورځې نه پس آخري رنځور وو بل خوا د اسراییلي پوځ د دې برید په اړه کوم خصوصي بيان نه دې جاري كړې۔