ملګري ملتونه ۔23مئی(اے پی پی) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د پاكستان د بلوچستان صوبې په خضدار سيمه كښې په سكول بس د ترهګر بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره د مجرمانو انصاف سره د مخ كولو غوښتنه كړې ده۔ د 15 كسيزه كونسل لخوا تېره ورځ په جاري شوي پرېس بيان كښې وئيلې شوي دي چې په خضدار كښې د ترهګرۍ د غندنې وړ دې اقدام په نتيجه …
د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په خضدار كښې په سكول بس د ترهګر بريد غندنه ٬ د مجرمانو انصاف سره د مخ كولو غوښتنه

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔23مئی(اے پی پی) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د پاكستان د بلوچستان صوبې په خضدار سيمه كښې په سكول بس د ترهګر بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره د مجرمانو انصاف سره د مخ كولو غوښتنه كړې ده۔ د 15 كسيزه كونسل لخوا تېره ورځ په جاري شوي پرېس بيان كښې وئيلې شوي دي چې په خضدار كښې د ترهګرۍ د غندنې وړ دې اقدام په نتيجه كښې 6 وګړي په حق رسېدلې دي په كومو كښې چې سكول ته تلونكي ماشومان هم شامل دي او د 39 كوچنيانو په شمول 53 نور كسان ژوبل شوي دي۔ د سلامتی کونسل غړو ځپليو كورنيو ٬ د پاكستان حكومت او اولس سره د خواخوږۍ او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ دوئي ددې خبرې پخلې وكړو چې ترھګري په خپلو ټولو شكلونو او مظاهر كښې نړيوال امن او سلامتيا لپاره تر ټولو لويو خطرو كښې يوه ده۔ دوئي ددې د مرستې كوؤنكو او سپانسرز احتساب كولو او انصاف سره د مخ كولو په حاجت زور راوړلو سره په ټولو رياستونو زور راوړو چې هغوي دې په دې لړ كښې د پاكستاني حكومت مرسته وكړي










