د سعودي عربستان په لوئيديزه غاړه كښې په سفارتي پلاوي د اسرائيلي ډزو سخته غندنه

ریاض ۔22 مئی (اے پی پی) سعودی عربستان په لوئيديزه غاړه كښې د كډوالو د كېمپ دورې په مهال په سفارتي پلاوي د اسرائيلي ځواكونو د ډزو سخته غندنه كړې ده۔ د اېس پي اے له مخې خارجه وزارت په خپل بيان كښې په نړيواله ورورولۍ او په خاص توګه د سلامتي كونسل په مستقل غړو زور راوړو چې هغوي دې په سمدستي توګه په مقبوضه فلسطيني سيمو كښې د كار كوونكو وګړو ٬ سفارتكارو او د مرستې تنظيمونو په ضد د اسرائيلي خلاف ورزيو مخه ونيسي۔ په بيان كښې د نړيوال قانون په پرله پسې خلاف ورزيو كولو د اسرائيل ځواب وركوؤنكے هېواد ګرځولو دريځ تكرار كړے شو۔ دې نه ځانله فلسطيني چارواكو په اسرائيلي ځواكونو په قصد سره په سفارتي پلاوي د ډزو كولو تور لګولے دے۔ اسرائیلی پوځ وئيلي چې سفارتي پلاوې ممنوعه سيمې څخه لرې ساتلو له مو د خبردارۍ ډزې كړي دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په پلاوي كښې د عرب او اروپائي ائتلاف سفارتكار او استازي شامل وو۔ د اے اېف پی په وېډيو كښې د ډزو آوازو په اورېدو د هغوي زغلېدل ليدلې شي۔