په يونان كښې د 6.5 شدت زلزله ، د زيان كومه اطلاع نه ده ترلاسه شوې

بیجنګ ۔22مئی (اے پی پی) په يونان كښې د زلزلې جړقونه محسوس شوي چې شدت يۍ په رېكټر سكېل 6.5 ریکارډ كړے شوے دے۔ شنهوا د جرمن ریسرچ سېنټر فار جیو سائنسز حوالې سره وئيلي چې د زيارت په ورځ په يونان كښې د 6.5 شدت زلزله راغله د كومې ژوروالې چې 102.8 کلومیټر په زمكه كښې ؤ۔ په سمدستي توګه د زلزلې دلاسه د شوي كوم زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔