د امریکی صدر د جي 20 سرمشريزه غونډه كښې د ګډون نه كولو پرېكړه

واشنګټن۔21مئی (اے پي پي ) د امریکی صدر ډونلډ ټرمپ په سوئېلې افریقه كښې د 22 نومبر څخه 2 ورځنۍ جي 20 غونډه كښې به ګډون نه كوي ۔ د شنهوا تر مخه د امریکې خارجه وزير مارکو روبیو تېره ورح د سینیټ د خارجه اړيكو کمیټۍ سماعت په مهال ووئېل صدر ډونلډ ټرمپ به د سږ كال په آخر كښې جنوبي افریقه كښې په جي 20 راروانه غونډه كښې ګډون نه كوي ۔ ده ووئېل مونږ د سوئېلې افریقه په كوربتوب کښې كېدونكې جي 20 سرمشريزه غونډه كښې یا خو د خارجه وزارت یا د صدر په كچه غونډه كښې د ګډون نه كولو پرېكړه كړې ده او د دې لويه وجه څه مسائل وو كوم چې هغوي په ایجنډا راوستل ٬ لكه څڼګه چې زمونږ خیال دے چې هغه د دې انتظامیه د ترجیحات عکاسي نه كوي ۔ واضحه دې وي د جي 20 سرمشريزه غونډه به په 22 او 23 نومبر د جنوبي افریقه په جوہانسبرګ ښار كښې كېږي