ملګري ملتونه ۔20مئی (اے پي پي ) ملګرو ملتونو 20 لاکھه نه زياتې د فلسطین آبادۍ غزہ ته د خوراک 9 ټرکو ته د داخلېدو اجازه په’’سمندر كښې يو څاڅكے ګرځولے دے ۔ د العربیه اردو تر مخه د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل د بشري حقونو نائب سیکرټري ټوم فلیچر تېره ورځ بیان كښې وئېلې دي اسرائیل د کرم ابو سالم کراسنګ د لارې 9 امدادي ټرکونو ته غزہ ته …
د اسرائیل لخوا غزہ ته د خوراک 9 ټرکونو داخلېدو اجازه په سمندر كښې څاڅكے دے ، ملګري ملتونه
ملګري ملتونه ۔20مئی (اے پي پي ) ملګرو ملتونو 20 لاکھه نه زياتې د فلسطین آبادۍ غزہ ته د خوراک 9 ټرکو ته د داخلېدو اجازه په’’سمندر كښې يو څاڅكے ګرځولے دے ۔ د العربیه اردو تر مخه د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل د بشري حقونو نائب سیکرټري ټوم فلیچر تېره ورځ بیان كښې وئېلې دي اسرائیل د کرم ابو سالم کراسنګ د لارې 9 امدادي ټرکونو ته غزہ ته د داخلېدو اجازه وركړې ده كومه چې غزہ كښې د 11 اوونيو څخه د روانې مکمل محاصرې نه پس وړومبۍ موقع ده خو دا په دغه مقدار په سمندر كښې يو څاڅكے دے د كومې چې سمدستي رسولو ته ضرورت دے۔ ده ووئېل د لوټ مار په کمولو د مرستې باقاعدہ ترسیل پكار دے او د بشري خواخوږۍ کارکنانو ته د بېلو لارو كارولو اجازه وركول پكار ده ۔ بشري غبرګون د تجارتي سامان د لارې مکمل کول پكار دے۔ په دغه تناظر كښې فرانس، المان، برطانیه، کینیډا، جاپان او د آسټریلیا پشمول د 22 هېوادونو خارجه وزيرانو د ګل په ورځ د اسرائیل نه غوښتنه كړې وه چې هغه د ملګرو ملتونو او غیر سرکاري تنظیمونو په نګرانۍ كښې غزہ كښې مکمل او سمدستي د مرستې رسولو بيا اجازه وركړي ۔ د المان خارجه وزارت جاري بیان كښې وئېلې دي ملګري ملتونه او بشري تنظیمونه غزہ كښې د مرستې رسولو په اړه د اسرائیل د اړخه د خپل كړي نوي طریقه کار مرسته نشي كولې ۔ د ملګرو ملتونو ایجنسیو غزہ كښې د خوراک، پاكو اوبو، ایندھن او د داروګانو شدید قلت خبردارے وركړے دے ۔ د صحت نړيوالې ادارې ډائریکټر جنرل غزہ كښې د قحط خطر څخه په خبرداري كښې وئېلې دي 20 لاکھه كسان به د لوږۍ نه مړه كېږي ۔










