د سعودي په غزه كښې په اسرائيلي عسكري كارروائيو كښې د زياتوالي سخته غندنه

ریاض ۔20 مئی (اے پی پی) سعودی عربستان په غزه كښې په اسرائيلي عسكري كارروائيو كښې د رامخې ته شوي زياتوالي سخته غندنه كولو سره دا د سيمې په لويه برخه قبضه كښې پراختيا ګرځولې ده۔ د اېس پي اے له مخې د وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې دا کارروايۍ د نړيوالې ورورولۍ د منشا په ضد ٬ د بشري حقونو د قانون او …

ریاض ۔20 مئی (اے پی پی) سعودی عربستان په غزه كښې په اسرائيلي عسكري كارروائيو كښې د رامخې ته شوي زياتوالي سخته غندنه كولو سره دا د سيمې په لويه برخه قبضه كښې پراختيا ګرځولې ده۔ د اېس پي اے له مخې د وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې دا کارروايۍ د نړيوالې ورورولۍ د منشا په ضد ٬ د بشري حقونو د قانون او د ملګرو ملتونو د چارټر خلاف ورزي ده او دا په منطقه كښې امن او ثبات ترلاسه كولو له روانې هڅې ستونزو سره مخ كوي۔ خارجه وزارت د سعودي عربستان لخوا د اسرائيلي ځواكونو د ټولو زمكيزو كارروائيو د سختې غندنې پخلې وكړو۔ په بيان كښې خبردارې وركړې شو چې دا ډول اقدامات د فسطيني وګړو ژوند خطر سره مخ كوي۔ په بيان كښې دا خبردارې هم وركړې شو چې په غزه كښې روان اسرائيلي اقدامات د نړيوال قانون خلاف ورزي او د فلسطيني اولس په حقونو نېغ په نېغه بريد دے۔ دا خبره دې ياده وي چې اسرائيل په غزه كښې خپلې پوځي كارروايۍ زياتې كړې دي۔ د تېر زيارت ورځې څخه تر دې دمه د سوونو په شمېر وګړي وژلې شوي دي

مزید خبریں