برسلز ۔20مئی (اے پی پی) د اروپايي ائتلاف مشرې ارسولا وان ډير لين وئيلي دي چې په غزه کښې د بشري وضعیت حالت د منلو وړ نه دے۔ له همدې امله باید په غزه کښې روانه اسرايیلي محاصره ختمه شي او فلسطینیانو ته د مرستندویه توکو رسایي ممکنه شي۔ د العربیه د راپور له مخې، هغې دا خبره د لندن دورې په موقع خبريالانو سره په خبرو کښې کړې ده۔ …
په غزه کښې روانه اسراییلي محاصره بايد ختمه كړې شي : اروپائي ائتلاف
برسلز ۔20مئی (اے پی پی) د اروپايي ائتلاف مشرې ارسولا وان ډير لين وئيلي دي چې په غزه کښې د بشري وضعیت حالت د منلو وړ نه دے۔ له همدې امله باید په غزه کښې روانه اسرايیلي محاصره ختمه شي او فلسطینیانو ته د مرستندویه توکو رسایي ممکنه شي۔ د العربیه د راپور له مخې، هغې دا خبره د لندن دورې په موقع خبريالانو سره په خبرو کښې کړې ده۔ د اروپايي ائتلاف مشرې ووئيل چې په تېرو دوو میاشتو کښې غزه ته هېڅ مرستندویه توکي نه دي رسېدلې۔ د غزې فلسطینیانو ته د مرستندویه توکو رسول ډېر ضروري دي۔ له همدې امله باید اسراییلي محاصره اوس ختمه كړې شي۔










