د ايران په مسئله قطر ډېره زياته مرسته وكړه٬ امريكا

دوحه۔15 مئ (اے پي پي) صدر ډونلډ ټرمپ اعتراف كړے دے چې د ايران په مسئله قطر د امرېكې ډېره زياته مرسته كړې ده ۔ د قطر امير شيخ تميم بن آلثاني سره يو پرېس كانفرنس كښې د امرېكې صدر اعلان كولو سره هيله ولرله چې د قطر سفارتي هلې ځلې به په دې لړ كښې كاميابې شي۔ هغه اعلان وكړو د امرېكې او قطر تر مينځه تجارتي او دفاعي لوظنامې شوي دي۔ د قطر امير په دې مهال ووئېل د امرېكې سره د قطر اړېكې يو نوي پراؤ ته رسېدلي او دا تاريخي دوره به دې اړيكو ته لا وده وركړي