د ايران او اروپائي ائتلاف سفارتكار به سبا تركيه كښې ملاقات كوي

تهران ۔ 15 مئ (اے پي پي) د ايران خارجه وزير عباس عراقجي وئېلې دي د دويم مئي ځنډولې شوي ملاقات نه پس ايران سبا په 16 مئي د اروپائي ائتلاف ډلو سره د خپلې جوهري لوظنامې لپاره په تركيه كښې به خبرې اترې كوي۔ د العربيه تر مخه ده ووئېل په 11 مئي تابيا شوے د خبرو اترو څلورم پراؤ مشكل ؤ ځكه چې په هغې كښې پام د افزودګي متنازعه مسئلې ته كېدو ۔ ده هيله ولرله د ايران په بنيادي موقف په ښه ډول پوهېدو نه پس به د دويم فريق طرز زيات حقيقت خوښے وي۔