سعودي عرب٬ د كعبې غلاف د زمكې نه 3 ميټره بره كړے شو

رياض۔ 15 مئ (اے پي پي) د حرمېن شريفين انتظاميه د روايت تر مخه د حج ورځو نه وړاندې د كعبې شريفې غلاف د زمكې نه 3 ميټره بره كړو ۔ د العربيه تر مخه د انتظاميه وېنا ده چې د كعبې غلاف به تر 15 ذي الحج درې ميټره بره ساتلے شي ٬ بره كړې برخه د څلورو واړو اړخو نه په سپين رحت كښې پټه كړې شوې۔ د …

رياض۔ 15 مئ (اے پي پي) د حرمېن شريفين انتظاميه د روايت تر مخه د حج ورځو نه وړاندې د كعبې شريفې غلاف د زمكې نه 3 ميټره بره كړو ۔ د العربيه تر مخه د انتظاميه وېنا ده چې د كعبې غلاف به تر 15 ذي الحج درې ميټره بره ساتلے شي ٬ بره كړې برخه د څلورو واړو اړخو نه په سپين رحت كښې پټه كړې شوې۔ د حرمېن انتظاميه وېنا ده غلاف پورته كولو نه پس په سپين رنګ كاټن كښې رانغاړلے شي ٬ واضحه دې وي چې هر كال د حج سيزن په مهال داسې د غلاف د حفاظت په خاطر كېږي ٬ دويم سبب يې دا دے چې دا خوندي او پاك وساتلے شي ځكه چې زياتره عازمين غواړي چې د كعبې غلاف پورې ځان ورسوي او دا ښكل كړي ٬ د غلاف پورته كولو كاروايې د انتظاميه د مشر او اعلې عهدېدارو په شتوالي كښې تر سره شوې ده

مزید خبریں