د يونان كاسوس جزيرې سره نزدې د 6 شدت زلزله٬په سمدستي توګه د كوم ځاني زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې

ايتهنز 14 مئي (اے پي پي)د يونان كاسوس جزيره سره نزدې د 6 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي دي خو په سمدستي توګه د كوم زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔د فرانسوي خبري اژانس اے ايف پي د امريكې جيولوجيكل سروے په اړه ووئېل د زلزلې جړقونه تېره ورځ د كاسوس جزيرې د فرائي پايه تخت څخه نزدې 23 كلوميټره په فاصله ساحل سره نزدې محسوس شوي چې ژورتيا يې 74 كلوميټر وه۔د مصر نېشنل ريسرچ انسټي ټيوټ آف آسټرونومي اينډ جيو فزكس د كوم ځاني زيان اطلاع نه ده وركړی او نه د آفټرشاكس معلومات تر لاسه شوي۔