رياض۔ 14 مئ (اے پي پي) د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په درخواست د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ په سوريه د امرېكې د لګېدولو بندېزونو د پورته كولو اعلان كړے دے۔ د العربيه تر مخه ډونلډ ټرمپ ووئېل ما د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره د مشاورت نه وروستو دا پرېكړه وكړه۔ د هغه وېنا وه دا پرېكړه د سوريه اولس له د يوې …
د سعودي ولي عهد په خواست د امرېكې صدر سوريه څخه د بندېزونو پورته كولو اعلان

مزید خبریں
رياض۔ 14 مئ (اے پي پي) د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په درخواست د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ په سوريه د امرېكې د لګېدولو بندېزونو د پورته كولو اعلان كړے دے۔ د العربيه تر مخه ډونلډ ټرمپ ووئېل ما د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره د مشاورت نه وروستو دا پرېكړه وكړه۔ د هغه وېنا وه دا پرېكړه د سوريه اولس له د يوې نوې هيلې وركولو لپاره شوې۔ هغه د سوريه قام ته په مخاطب كبدو كښې ووئېل مونږ ته د خپل سباون لپاره څه خاص اوښائئ۔ ۔ هغه ووئېل امرېكې د سوريه سره اړېكې معمول ته راوستلو لپاره وړومبے ګام پورته كړے كوم جې د يوې ډېرې مودې نه د بدتره حالاتو سره مخ دے۔ هغه اعلان وكړو د امرېكې خارجه وزير ماركوبيورو به ډېره زر د سوريه خارجه وزير سره ملاقات وكړي۔ هغه زياته كړه په سوريه كښې يو نوے حكومت جوړ شوے كوم چې د استحكام راوستو هڅې كوي۔ او هيله ده چې كامياب به شي۔ د امرېكې د خارجه محكمې وياند ساموئل وربرګ د دې خبرې تصديق وكړو چې صدر ټرمپ د سوريه نه د بندېزونو پورته كولو په حقله سنجيده دے ۔ د هغه وېنا وه مشرتابه چې تر اوسه كوم ګامونه اغستې د هغې نه امرېكې ته مثبت اشارې تر لاسه شوي دي ۔











