د روسيه صدر سره نيغ په نيغه ملاقات لپاره به هر ممكن هڅې كوم۔ د يوكرېن صدر

كېف۔ 14 مئي (اے پي پي) د يوكرېن صدر ولاديمير زېلسكي په دې خبره زور راوړے چې زه به د روسيه صدر ولاديمير پوټن سره نيغ په نيغه ملاقات له هر ممكن هڅې كوم۔ د تاس تر مخه د ده وېنا وه د جنګ بندۍ كوم هم سنجيده كوشش يوازې د پوتن سره په خبرو كښې ممكن دے۔ ځكه چې بس هغه په دې د عمل درآمد اختيار لري۔ كيف كښې پرېس كانفرنس ته ده ووئېل كه په جنګ بندۍ خبره كول دي نو هغه يوازې د روسيه صدر كولې شي ۔ ده ووئېل صدر ډونلډ ټرمپ تر اوسه په دې ملاقات كښې د ګډون تصديق نه دې كړے ۔ د يوكرېن صدر توقع ولرله كه روسيه په دې ملاقات كښې سنجيدګي ونه ښودله نو امرېكا او اروپائي ائتلاف د اړخه په هغوي سخت بندېزونه لګېدې شي۔ په خاص توګه كه استنبول كښې په تر سره شوو چارو خبرې ونه شوې نو د امرېكې د روسيه په اړه د پاليسۍ بدلېدې شي