
ابوظهبي 13مئي(اے پي پي)متحده عرب امارات كښې لويې اختر د جون په 6مه نېټه امكان لري ۔ د اردو نيوز له مخې د امارات فلكياتي سوسائټۍ نګران اعلٰی او د عرب فلكياتي فيډرېشن غړي ابراهيم الجرون تېره ورځ ووئېل متحده عرب امارات كښې د لويې اختر رخصتي به څلور ورځې وي۔هيله ده چې د جون په 6مه نېټه به لويې اختر وي۔ده ووئيل د فلكيات پوهانو هيله څرګنده كړې چې د مئي په 27مه نيټه به د متحده عرب امارات په 7 بجې 2 دقيقې د ذي الحجه سپوږمۍ ليدلې كېږي كومه به چې 38 دقيقو نه پس هم ښكاري ۔د فلكيات حساب څخه يكم ذوالحجه به د شورو په ورځ 28 مئي وي