
تهران ۔13 مئ (اے پي پي) امرېكې په ايران د نوو بندېزونو لګولو اعلان كړے دے۔ تاس تر مخه د امرېكې د خارجه محكمې يو بيان كښې وئېلې دي امرېكې د جوهري وسلو په جوړولو كښې په مبينه كردار د ايران په دريو كسانو او په يوه اداره بندېزونه لګولې دي۔ بيان كښې وئېلې شوي په بندېزونو لګېدونكو كښې يوه كمپني قويا پرس پراسپيكټيو ټېكنالوجسټ ده۔ د كومې سره چې درې كسان په مبينه توګه د هېواد دفاع وزارت تر سېوري لاندې د ايران په دفاعي احتراع او د تحقيق تنظيم سره منسلك دي۔ دا اداره د فارسۍ په مخفف ايېس پي اين ډي هم پیژندلې شي۔بيان كښې وئېلې شوي د امرېكې د اقدامات مقصد د جوهري وسلو د تحقيق او ترقۍ لپاره د ايېس پي اين ډي په صلاحيت كښې تاخير او كمے كول دي۔ بندېزونو سره به امرېكا كښې د يادو شوو كسانو او كمپنۍ اثاثې كنګل كولې شي او د امرېكې په وګرو او كمپنو به دوي سره په كاروبار كولو بندېز وي۔