جمو 12 مئي (اے پي پي) د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې قابضو چارواكو د پاك و هند تاٶ تريخوالي نه وروستو د بګليهار ډيم او سلال ډيم ګېټ وے پرانستې دي چې ورسره په چناب درياب كښې د اوبو بهېدل زيات شوي دي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې د هندي چارواكو وېنا ده دا كاروائي ھغه مهال شوې كله چې د ورځې د باران له امله دواړه ډېمونه د اوبو څخه ډك شول٬ چناب درياب په اکھنور تېرېدو سره پاكستان ته داخلېږي٬ هند په 22 اپرېل د پهلګام پېښې نه وروستو په يو اړخيزه توګه د سندھ طاس لوظنامه منسوخ كړې وه ٬ خو تر اوسه دا نه ده معلومه شوې چې آيا پاكستان كښې د اوبو بهېدنه د 22 اپرېل نه وړاندې كچې ته راغلې يا نه٬ د هند او پاكستان ترمېنځه د جنګ بندۍ نه وروستو د سندھ طاس په تړون د نوي ډيلي په موقف كښې ايا څه بدلون راغلے دے يا دا به په راتلونكو ورځو كښې واضحه شي