واشنګټن۔10مئی(اے پی پی) د سپينې ماڼۍ وياند د هند او پاكستان ترمينځه د زيات شوي تاؤ تريخوالي په اړه وئيلي دي چې امریکا د دواړو جوهري قوتونو لارښودو سره پرله پسې رابطه كښې ده او صدر ټرمپ د تاؤ تريخوالي زر تر زره كمي كښې خوښي لري۔ د سپينې ماڼۍ وياندې کېرولین لیویټ په خپل پرېس بريفنګ كښې ووئيل چې دا يوه داسې معامله په كومه كښې چې خارجه وزير او زمونږ د قامي سلامتيا سلاكار ماركو روبيو هم زيات مشغول پاتے شوے دے۔ صدر ټرمپ په ښكاره توګه وئيلي دي چې زه تر زره تاؤ تريخوالې ختمېدل غواړم۔ وياندې ووئيل د صدر ټرمپ د دواړو هېوادونو لارښودو سره ښې اړيكې دي ٬ خارجه وزير د دواړو هېوادونو لارښودو سره پرله پسې رابطه كښې دے دغسې چې دا شخړه ختمه شي