
واشنګټن ۔9 مئی(اے پی پی) امریکائي صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې په سعودي عربستان كښې د روسيه صدر ولاديمير پيوټن سره كوم ملاقات امكان نه لري۔ د تاس له مخې امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ خبريالانو ته ووئيل چې د مئي په نيمائي كښې د روسيه صدر سره ممكن ملاقات په شېډول كښې نشته۔ ده زياته كړه چې زما روسيه سره په زړه پورې خبرې روانې دي له دې كبله د روسيه صدر سره د ملاقات خبره كول به له وخت څخه وړاندې وي۔