
ملګري ملتونه ۔8 مئی(اے پی پی)پاكستان د نړۍ په بېلو برخو كښې د اسلامو فوبيا زياتېدونكې چپې مخنيوي لپاره د هسپانوی سفارتکار مېګوئيل اېنجل موراټینوس د ملګرو ملتونو د خاص استازي په توګه تعيناتي خوشبينه ګرځولې ده۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار تېره ورځ په خپل بيان كښې ,وئيل دا تقرري د او آئي سي د اسلامو فوبيا مخنيوي او د زغم ٬ احترام او يو بل سره په سوله ايز ډول د پاتې كېدو هڅو ته ودې وركولو كښې يو مهم ګام دے۔ پاكستاني استازي ووئيل مونږ ټول يو بل سره د عقيدې په بنياد د كركې او فرق په ضد ولاړ يوو۔ ده زياته كړه چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د قرارداد 78/264 لاندې د مېګوئل اېنجل موراټینوس تقرری په وخت او زياته ضروري وه۔ ده ووئيل پاكستان د او آئي سي نمائندګي كولو سره دا قرارداد وړاندے كړے ؤ۔ په دې اړه وړاندې كړے شوي قرارداد كښې د اسلاموفوبيا مبارزې له د خصوصي استازي د تقررۍ غوښتنه شوې وه۔