
واشنګټن 08 مئي (اے پي پي) د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ هند او پاکستان ته د جنګ بندۍ غږ كولو سره وئيلي دي امريكا د امن په لوظنامه كښې د دواړو هېوادونو مرستې لپاره چمتو دے۔ تېره ورځ په سپينه ماڼۍ كښې ده ووئيل دا ډېر خوفناكه خبره ده٬ زه دواړو سره ملاقات كوم٬ دواړه زه ښه پېژنم او زه دوي په ګډه په كار كولو ليدل غواړم٬ زه د دوي تاٶ تريخوالے ختمېدل غواړم او هيله لرم چې دوي به اوس دا هر څه بند كړي۔ ټرمپ ووئيل پاكستان او هند يو بل ته ځواب وركړو٬ دې لپاره اوس هيله لرو چې دوي به تاٶ تريخوالے ختم كړي خو زه دواړه پېژنم ٬ دواړو سره ښې اړيكې لرو او زه اړې ګړې ختمېدل غواړم او كه زه مرستې لپاره څه كولې شې نو كوم به