
ریاض ۔8مئی (اے پی پی) سعودي عربستان به دروان كال 2025 په وروستۍ درېمه ربع کښې په العلا ګورنرېټ کښې د میونخ امنیتي کنفرنس د مشرانو غونډې کوربه وي۔ د العربيه له مخې د کوربتوب دا قدم د سلامتيا او سياست په څانګو كښې د نړيوالې مكالمې د يو پلېټ فارم په توګه د سعودي عربستان رول په ډاګه كوي۔ د دے كوربتوب اعلان په میونخ مشرانو غونډه کښې وشو كومه چې 5 څخه تر 7 مئي په واشنګټن كښې وشوه۔ په دغه غونډه كښې د سعودي عربستان نمائندګي د خارجه وزارت د جنرل ډائرېكټورېټ آف پالېسي پلاننګ اسسټنټ ډي جي شهزاده ډاكټر ابن خالد بن سعود الكبير وكړه۔ په غونډه كښې د ميونخ امنيتي كنفرنس چيف اېګزېكټو آفيسر ډاكټر بېنېډكټ فرينك سره ملاقات وكړو۔ ډاكټر فرېنك د دې ايونټ د كوربتوب درناوي په ترلاسه كولو د مملكت ستائنه كولو سره ووئيل د غونډې تفصيلات او مقصدونو سره اړوند بيان به وروستو جاري كولې شي۔ په دې مهال شهزاده ډاكټر ابن خالد د نړيوال امن او سلامتيا ملاتړ او ګڼ اړخيزه مكالمې ته وركولو له د سعودي عربستان د عزم پخلے وكړو۔