
ریاض ۔8 مئی(اے پی پی) د سعودی خارجه وزير شهزاد فيصل بن فرحان او د ده د خپل امريكائي همڅنګ مارکو روبیو ترمينځه ټېلېفوني خبرې شوي دي۔ د اېس پي اے له مخې په ټېلېفوني خبرو كښی د دوه اړخيزه اړيكو او د دواړو هېوادونو ترمينځه د ستراتيجيكي همكارۍ جاج واغستے شو۔ دواړو خارجه وزيرانو په سيمه ييزه او نړيواله وضعه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دې نه ځانله سعودي نائب خارجه وزير انجينئر وليد بن عبد الكريم الخريجي سره امريكائي نائب خارجه وزير كرسټوفر لينډاو هم ټېلېفوني تماس ونيولو ۔ دواړو په دوه اړخيزه اړيكو ستراتيجيكي اړيكو او په سيمه ييزه او نړيواله وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دا خبره دې ياده وي چې امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ به راروانه اونۍ د منځني ختيز دورې په مهال سعودي عربستان ته هم ځي۔