پېرس 06 مئي ( اے پي پي) د سوريه صدر احمد الشراع د شورو په ورځ د فرانس دوره كوي كومه به چې د سوريه د صدر وړومبۍ اروپائي دوره وي۔ د فرانسوي خبر رسنې ادارې اے ايف پي تر مخه د فرانس پرېذيډېنسي د نهې په ورځ ووئېل د فرانس صدر ايمانوېل مېكرون به د شورو په ورځ د سوريه صدر هر كلے كوي۔ دوي ووئېل د فرانس صدر به د يو نوې ٬ خپلواكه ٬ مستحكم او خود مختاره سوريه د رغونې لپاره د فرانس د مرستې پخلے كوي۔ دا ملاقات د امن او جهوريت خوښي سوريه اولس لپاره د فرانس د تاريخي عزم برخه دے۔ د فرانسوي صدر دفتر ووئېل د ملاقات په مهال به د فرانسوي صدر د سوريه حكومت څخه پخپلو غوښتنو په خاص توګه د لبنان پشمول د منطقې استحكام او د ترهه ګرۍ په ضد په جنګ كولو زور راوړي