سعودي عرب٬ د حج ضوابط په خلاف ورزۍ په وېزټ وېزه راغلي 42 غېر ملكيان ونيولے شول

رياض 06 مئي (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د حج ضوابط په خلاف ورزۍ كولو په وېزټ وېزه راغلي 42 غېر ملكيان نيولې دي۔ د ايېس پي اے تر مخه ټول كسان د مكه مكرمه په سيمه الهجره كښې په يو غېر قانوني ودانۍ كښې مېشته وو۔ د حج امنيتي ځواكونو ووئېل د حج ضوابط خلاف ورزي كوونكو په ضد قانوني ګامونه اخلو۔ دوي ته د شېلټرز وركوونكې به هم نيولې شي۔دا كېس د قانوني سزا لپاره مجاز چارواكو ته لېږلے شوے۔ ياد دې وي د سعودي داخله وزارت د حج سيزن په مهال وزټ وېزه لرونكو ته د استوګنو وركوونكې خبر كرې وو۔ د وړومبي ذي الحجه نه تر 14 ذي الحجه په مكه مكرمه او مقدس ځايونو كښې هوټلز٬ اپارټمنټس ٬ شخصي كورونه يا نورې د استوګنې اسانيو وركوونكي به تر يو لاكهه ريال جرمانه كولې شي