
ملګري ملتونه ۔5مئی(اے پی پی) پهلګام بريد څخه وروستو په زيات شوي پاك – هند تاؤ تريخوالي غور لپاره د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل مشاورتي غونډه نن د ګل په ورځ ماسپخين كيږي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مشن څخه د جاري شوي بيان له مخې د مشاورتي غونډې خواست پاكستان كړے ؤ۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد به مشاورتي غونډې څخه وروستو بيان جاري كوي۔ د پاکستان او هند ترمينځه تاؤ تريخوالے د اپرېل په 22 مه نېټه د كشمير په پهلګام سيمه كښې ترسره شوي بريد څخه وروستو زيات شوے دے د كوم په نتيجه كښې چې 26 كسان مړه شوي ؤ او هند له كوم ثبوت پرته د بريد تور په پاكستان لګولے۔ پاكستان په ښكاره توګه دغه تور رد كولو سره د بې پرې پلټنيو غوښتنه كړې ده۔ دا كړكېچنه وضعه هغه مهال لا زياته شوه كله چې هندي وزيراعظم نرېندر مودي خپلو پوځي مشرانو ته په شخړيزه سيمه كښې د بريد ځواب كولو له’’آپرېشنل آزادی‘‘وركړه۔ پاکستان خبردارے وركړے چې د هند لخوا د كومې هم مهم جويۍ به سمدستي ځواب وركولې شي۔