د امرېكې صدر به د خليجي هېوادونو مشرانو سره ملاقات كوي٬ سعودي عرب

رياض 05 مئي (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ به د خپلې سعودي عرب دورې په مهال د خليجي هېوادونو مشرانو سره ملاقاتونه كوي۔ د العربيه تر مخه د سعودي حكومتي زرائع وئېلې دي د امرېكې صدر په دې ملاقات كښې به په امكاني توګه د 6 خليجي هېوادونو مشران ګډون كوي۔ د امرېكې صدر به د مئي په دويمه اوونۍ كښې په 13 تاريخ دوره پېل كوي او تر 16 مئ به روانه وي۔ د ډونلډ ټرمپ د خپل دوېم دور صدارت په مهال به دا د سعودي او خليجي هېوادونو وړومبۍ دوره وي۔ د دې نه ځانله د هغه د صدر په توګه د دسمبر نه تر اوسه دا به وړومبۍ رسمي سركاري دوره وي