
رياض۔5 مئ (اے پي پي) سعودي عرب په سوډان پورټ او ختيزه سيمه كسلا كښې په مهم نتصيبات د اوسني ډرون بريد سخته غندنه كړې ده٬ د ايس پي اے تر مخه خارجه وزارت بيان كښې د سعودي د اړخه دغسې پريدونه مسترد كړې دي چې دې سره د منطقې استحكام او د عرب قامي سلامتيا ته خطر پیښ دے ۔ وازرت ووئېل د اوسني بحران حل يوازې سياسي ذرائعو څخه ممكن دے ٬ د سوډان د خود مختارۍ او وحدت احترام پكار دے۔ سعودي عرب په جده اعلاميه كښې په كړو وعدو د عمل كولو په اهميت هم زور راوړو د كوم مقصد چې په سوډان كښې د وګړو تحفظ دے۔ ياد دې وي د اتوار په ورځ د پيرا ملټري رپيډ فورسز په پورټ سوډان ډرون بريد كړے ٬ په عثمان دقنه ائير بېس ٬ ويئر هاوسز او څه نور نتصيبات په نخښه كړے شوي۔ د اپرېل 2023 نه د سوډان آرمډ فورسز سره په جنګ كښې بوخت د پيرا ملټري رپيډ فورسزز په مارچ كښې د پايه تخت خرطوم بشمول د زياتره سيمو د لاسه وركولو نه پس د ډرونز په كارولو كښې زياتوالے راوستے دے