سعودي عرب د اعضا عطيه كوونكو په نړيواله فهرست كښې په درېم لمر شو

رياض۔2 مئ (اے پي پي) سعودي عرب د ژوندۍ اعضا عطيه كوونكو په فهرست كښې په نړيواله توګه درېم هېواد شو۔ د العربيه تر مخه د ګلوبل آبزرويټري آن ډونېشن اينډ ټرانسپلانتېشن راپور تر مخه د ژوندۍ عطيه كوونكو په تناسب كښې د كال 2023 په مقابل كښې تېر كال نزدې 9۔4 فيصد زياتوالے راغلے دے۔ په كال 2024 كښې د ژوندۍ عطيه وركوونكو د لارې نزدې 1706 ټرانسپلاڼټس وكړے شول۔په دغه تناظر كښې د ژوندۍ اعضا د عطيات په تناسب كښې دا يو نوے رېكارډ جوړ شو۔ د سعودي فار ارګن ټرانسپلانټتېشن تر مخه تېر كال د ژوندۍ ګردوو د عطيات ټوله شمېره 1284 ته رسېدلې او دغسې په دې موده كښې د ځيګر عطيه كوونكو شمېره نزدې 422 ته وه ۔ د سعودي عرب د اعضا پېوند كارۍ كانفرنس په مهال د سعودي عرب اعضا عطيه او پېوندكارۍ عمل منظم كولو لپاره “اثر” ډيجېټل پلېټ فارم اجرا كړې شوې ۔ دا پلېټ فارم د اعضا عطيه او د پېوند كارۍ د عمل معيار زياتوي او لا ښه والے راپېدا كوي۔ په سعودي كښې د مرګ نه پس د اعضا عطيه كوونكو شمېره ټوله 5 لاكهه 40 زره ته رسېدلې ده۔