
واشنګټن 02 مئي (اے پي پي) امريکې د پاکستان او هند ترمېنځه د جمو و کشمير صورتحال په حواله په زيات شوي تاٶ تريخوالي د اندیښنې څرګندونه كولو سره د دې د ذمه واره حل په لټولو زور راوړے دے۔ د جمعې په ورځ د امريكې د خارجه څانګې وياند ټيمي بروس ووئيل د امريكا واكمن دواړو هېوادونو سره په مستقل تماس كښې دي٬ ميډيا سره په ډيلي نيوز بريفنګ كښې د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل خارجه سيکرټري مارکو روبيو د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف او د هند خارجه وزير اېس جے شنکر سره د ټېلي فوني تماس د لارې په منطقه كښې د پوخ امن او سلامتيا په مفاد كښې د كار كولو په ضرورت زور راوړے۔ ټيمي بروس ووئيل د ټرمپ انتظاميه په صورتحال ژور نظر ساتلے دے۔ وياند ووئيل خارجه سيکرټري دواړو هېوادونو ته د تاٶ تريخوالي كمولو لپاره د مسئلې په ذمه واره حل لټولو زور راوړے كوم به چې په سوئيلي آسياء كښې امن او سيمه ايز استحکام برقرار اوساتي۔