دی هېګ۔29 اپرېل(اے پی پی) فلسطین د انصاف نړيوال عدالت ته وئيلي دي چې د اسرائیل غزہ محاصرہ كول او پرله پسې ناكه بندۍ سره مخ كول نه يوازې غېر انساني فعل دے بلكې اسرائيل دا د جنګي وسلې په توګه كاروي۔ د العربيه له مخې دا دريځ تېره ورځ د فلسطين يو اعلی عهدېدار عمار حجازي نړيوال عدالت كښې يوې اونۍ لپاره د پیل كړې شوي سماعت په مهال خپل بيان كښی وړاندے كړو۔ اسرائیلی پوځ د مارچ 2 مې نېټې څخه د غزه داسې ناكه بندي كړې ده كومه چې په تېر وخت كښې مثال نه لري۔ په دې مهال اسرائيل د خوراك يوه يوه ذره او د اوبو يو يو ګوټ غزه ته رسېدو څخه ايسار كړې دې۔ دغسې دويانې او ايندھن ههم غزه ته رسېدو څخه ايسارولې شي۔ عمار حجازی ووئيل اسرائيلي پوځ په غزه كښې د ملګرو ملتونو تر انتظام لاندې كار كوؤنكې ټولې بېكرۍ هم بندې كړې دي دغسې چې د غزه وګړو ته د خوراك رسولو لړۍ اودرولې شي۔ ده ووئيل په غزه كښې دا مهال په 10 كښې 9 كسان د څښلو پاكو اوبو ته لاسرسي نه لري۔ ده ووئيل په غزه كښې لوږه په سر ولاړه ده او اسرائيل نورو هېوادونو او تنظيمونوڅخه د راتلونكي سامان لاره نيولې ده۔(