
ملګري ملتونه ۔29 اپرېل(اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې پاكستان نړيوالې ورورولۍ او ملګرو ملتونو څخه غوښتنه كړې ده چې هغه دې په جمو وكشمير كښې د هندي رياستي ترهګرۍ او په خلكو د مجرمانه جبر مخنيوي وكړي او د پخوانۍ شخړې حل كولو له دې په خپلو قراردادونو عملدرآمد وكړي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مشن كونسلر جواد اجمل وئيلي نړيوالې ورورولۍ له به د رياستي ترهګرۍ هندي مجرمانو او په جمو وكشمير كښې د انسانيت په ضد د جرمونو محاسبه كول وي۔ په پهلګام كښې د اوسني بريد ذكر كولو سره پاكستاني سفير ووئيل مونږ په دې بريد كښې د سېلګرو د ځانونو په زيان اندېښمن يوو ٬ ځپليو كورنيو سره غمرازي او ژوبل شوو سره خواخوږي ښكاره كوو۔ ده په ډاګه كړه چې پاكستان د دې بريد غندنې له د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په غړو كښې شامل شو۔ ده ووئيل پاكستان نړيوالې ورورولۍ او په خاص توګه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل څخه خپله دا غوښتنه تكراروي چې هغه دې د رياستي ترهګرۍ او په جمو وكشمير كښې په وګړو د روان مجرمانه مخنيوي وكړي او هند دې د سلامتي كونسل په قراردادونو د عمل درآمد كولو پابند كړي۔ پاكستاني سفير ووئيل جمو وکشمیر له دوه لسيزو څخه زياتې مودې راهيسې ترهګرۍ سره مخ پاتے شوے دے ٬ 80 زره څخه زيات ځانونه ضائع شوي او په زرګونو نور ژوبل شوي دي۔ ده ووئيل تېره مياشت سبي ته نزدې په جعفر اېکسپرېس مسافر ټرېن د بی اېل اے (بلوچستان لبرېشن آرمی) ترهګرو بريد وكړو چې په نتيجه كښې يۍ 30 بې ګناه پاكستاني وګړي شهيدان شول۔ ده ووئيل پاكستان د باور وړ ثبوتونه لري ٬ دې بريد ته په منطقه كښې زمونږ د مخالفينو لخوا بهرنۍ سرپرستي ترلاسه وه۔ ده ووئيل مونږ له به په سوشل ميډيا او ډارك وېب د ترهګرۍ نوې ټولز څخه د رامخې ته شوو چېلنجونو مقابله كول وي، پاكستان د ترهګرۍ د ټولو شكلونو غندنه كوي۔ ده ووئيل دا د نړيوالې ورورولۍ اخلاقي او قانوني ذمه واري ده چې هغه د ترهګرۍ نوغې ويستلو له فعاله ګامونه پورته كړي٬ هغه كه چرته او په كوم هم شكل كښې وي