معيشت د بحالۍ او بدلون په لاره روان دے٬ د پاكستان سباٶن به زړورې پريكړې كولو سره جوړيږي۔ د خزانې وزير اورنګزيب

واشنګټن ډي سي 28 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي چې معيشت د بحالۍ او بدلون په لاره روان دے٬ د پاكستان سباٶن به زړورې پرېكړې كولو سره جوړېږي٬ كه مونږ پخپل هېواد كښې سرمايه كاروي وكړؤ معيشت عصري كړؤ او د اصلاحاتو عمل روان وساتؤ نو پاكستان به يو قوي٬ ګرين او د زياتې مقابلې كوٶنكي هېواد په توګه رامخے ته شي۔ دا خبره وفاقي وزير په هارورډ يونيورسټۍ كښې پاكستان كنفرنس 2025 ته خپله وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزير د ” په فاصلو كښې كمې او د سباٶن جوړول: د پاكستان شموليتي ترقۍ او د حكمرانۍ لاره” په سرخط د پاكستان په معيشت كښې په بهترۍ رڼا واچوله۔ ده خپله وېنا كښې د پاکستان د معاشي او سماجي پرمختګ خاكه وړاندې كولو سره د ماحولياتي بدلون او په مالياتي څانګه كښې د جراتمندانه اصلاحاتو د عزم څرګندونه وكړه۔