واشنګټن 28 اپرېل (اے پي پي) امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ د ايران اتومي پروګرام سره د روانو اړوند مذاكراتو په اړه وئېلي دي چې مذاكرات په ښه ډول مخ په وړاندې روان دي او تمه ده چې ايران سره لوظنامه ترسره شي۔ د العربيه له مخې ده ووئيل چې لوظنامه كول او كوم حل ته رسېدل د بمبارۍ په څير متبادل حل څخه ښه دي۔ د امريكا او ايران ترمينځه تر دې دمه د عمان په ثالثۍ كښې د خبرو درې دورونه شوي دي چې مقصد يې تر يوې داسې لوظنامې رسېدل دي كومه چې ايران اتومي وسلې ترلاسه څخه منع كړي او د دې په بدل كښې د امريكا لخوا لګولې شوې سخت اقتصادي بنديزونه ختم كړې شي۔