
رياض 06 اپرېل (اے پي پي) د اسلامي عسکري اتحاد لخوا په رياض كښې د ترهګرۍ په ضد شوې د پنځو ورځو د تربيتي ورکشاپ پائې ته رسېدلے۔ د اېس پي اے له مخئ د پائې په دستوره كښې د عسکري اتحاد اسسټنټ ملټري کمانډر مېجر جنرال عبداللہ بن حامد القرشي او په اتحاد كښې د شامل هېوادونو غړو ګډون كړې٬ د تربيتي د پروګرام عنوان د “ترهګرۍ په اړه د ډېټا تجزيه” كول ٶ۔ تربيې پروګرام په 46 نشستونو مشتمل ٶ چې مقصد ئې د غړو هېوادونو د ګډون كوٶنكو كسانو صلاحيتونه پاليش كول او د ترهګرۍ مخنيوي په اړه معلوماتو ترلاسه كولو له په پوهه كښې اضافه كول ٶ