كابل۔25 اپرېل(اے پي پي) د افغانستان په قندهار ولايت كښې د يو كچه كور پريوتلو څخه 2 كوچنيان په حق ورسېدل او 7 ژوبل شول۔ د شهنوا تر مخه د ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي د ولايت مشر ملا عبدالسلام ووئېل دا پیښه د جمعې په شپه هغه وخت رامخې ته شوه چې كله د كور خلق د قندهار ښار د پوليس ډسټركټ 15 خوا وشا كښې د يو دعوت لپاره راغونډېدل۔ د كور بام پريوتلو څخه 2 كوچنيان په حق ورسېدل او 7 ژوبل شول ٬ په ژوبل شوو كښې د دوو حالت اندېښمند ښودلے كېږي۔