تهران ۔25 برېل(اے پي پي) د ايران خارجه وزير عباس عراقچي وئېلي دي ايران په جوهري پروګرام خبرو اترو لپاره المان ٬ فرانس او برطانيې ته تللو لپاره چمتو دے۔ د العربيه تر مخه هغه په ايكس خپل پوسټ كښې ووئېل ما په اوسنو كښې روس او چين سره مشورې كرې ٬ د هغه مشورو نه پس زه چمتو يم چې مونږ له په جوهري چارو د خبرو په ورومبي پراؤ كښې كه برلن ٬ لندن ته تلل راپغاړه شول نو ځوو به۔ ده ووئېل نه يوازې په جوهري چارو خبرو له چمتو يوو بلكې د شرېكې خوښې په چارو هم خبرو كول غواړو ۔ ياد دې وي ايران روانه مياشت د امرېكې سره د جوهري پروګرام په حقله خبرې پېل كړې دي۔ د دغې خبرو اترو تر اوسه دوه پړاونه تر سره شوي ۔ وړومبے پراؤ په مسقط كښې او بل په روم كښې شوے۔ اوس د خالي په ورځ د اومان په پايه تخت كښې د خبرو درېم پراؤ كېدونكے دے۔