غزه سټي 24 اپرېل (اے پي پي) غزه كښې د اسرائيل په فضائي بريدونو كښې 25 فلسطينيان شهيدان او يو شمېر ژوبل شوي دي ۔ اے اېف پي د ځائي سول ډيفنس حواله وركولو سره ووئيل د زيارت په ورځ د غزه ښار په شمال كښې په يو كور د اسرائيل په فضائي بريد كښې د يوې كورنۍ 6 كسان شهيدان شوي او كور ړنګ شوے۔ په غزه كښې د انډونيزيا د روغتون بيان له مخې د شمالي غزه په جباليه سيمه كښې په يو پوليس سټېشن د بريد په نتيجه كښې 9 فلسطينيان شهيدان او يو شمېر ژوبل شوي او دغسې په يوه خېمه د فضائي بريد په نتيجه كښې پنځه فلسطينيان شهيدان شوي دي چا چې هلته پناه اغستې وه۔ د سول ډيفنس بيان له مخې د مېنځنۍ غزه په زوويده قصبه كښې د اسرائيل فضائي بريد په نتيجه كښې د يو كوچني پشمول درې كسان او په سوئيلي خان يونس ښار كښې په يو كور د بريد په نتيجه كښې درې فلسطينيان شهيدان شوي۔ د غزه د صحت وزارت له مخې اسرائيل 18 م مارچ څخه په غزه كښې خپلې پوځي كاروائۍ بيا پېل كړې چې په نتيجه كښې ئې 1,978 فلسطينيان شهيدان شوي ٬ دغسې د جنګ د پېل نه تر اوسه په مجموعي توګه 51,355 فلسطينيان شهيدان شوي دي۔