شخړيز جمو و كشمير٬ هندي ځواكونو د كشميريانو ځوانانو خلاف آپرېشن كښې د 15 سوه نه زيات ونيول

سري نګر۔24 اپرېل (اے پي پي) د هند د غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې د هندي ځواكونو د پهلګام بريد په لړ كښې په لويه پېمانه كريك ډاون كړے دے۔ قابضو ځواكونو د محاصرې او لټون په مهال او كور په كور د چهاپو په اوان د 15 سوه نه زيات كشميريان نيولې دي۔د كشمير ميډيا سروس تر مخه ځواكونو سيمه محاصره كرې او د لټون كاروائۍ يې تندې كړې دي ۔ ځواكونو په سري نګر ٬ اسلا آباد ٬ كولګام ٬ پلوامه ٬ شوپيا٬ ګاندر بل او بډګام كښې په بېلو سيمو كښې د چهاپو په مهال په سوونو ځوانان نيولې دي۔ د خلقو وېنا ده ځواكونه په كورونو د چهاپو په وخت مېرمنې او د كوچنيانو بشمول مېشته خلق سخت ځوروي او د كور سامان ماتوي۔ دغسې د جمو په ضلعو كښې هم داسې كاروائۍ روانې دي۔